Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: له افغانستان سره شوې بشري مرستې بسنه نه کوي او نړۍ دې مرستې زیاتې کړي

admin by admin
2021/09/11

که څه هم وروستیو دوه اونیو کې متحده عرب امارتو، بحرین، پاکستان، او قطر له افغانستان سره د خوراکي او نورو توکو مرسته کړې،خو  د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي،دغه مرستې کمې دي.

دوی وايي، میلیونونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ترسره شوې مرستې د لس سلنه اړمنو ستونزې هم نه شي حل کولای.

د ا قتصادي چارو شنونکی میرویس حاجي زاده وايي:« دا مهال افغانان له سترو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دغه  شوي مرستی نه شي کولای، د افغانانو ستونزه حل کړي،ځکه افغانان له بې کاری سره مخ دي.»

ځیني نور  بیا وايي، د دې ترڅنګ،چي شوي مرستي د افغانانو لپاره بسنه نه کوي، بلکې په ټول هېواد کي کاروبار پر ټپه ولاړ دی او ان سوداګر هم نه شي کولای خپل کارونه مخکي یوسي.

د اقتصادي چارو شنونکی نجیب عرب زاده وايي:« موږ له نړیوالو څخه غواړو،چي له افغانانو سره مرستی وکړې،ځکه ټول کارونه پر ټپه ولاړ دي.سوداګرو هم ټول خپل کارکوونکي ځواب کړي،ځکه اقتصادي ستونزي زیاتي شوي.»

طالبان هم  پر نړیوالو غږ کوي،چې له افغانانو سره اقتصادي او بشري مرستي وکړي او په افغانستان کې د انساني ناورین مخنیوی وکړي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو برخې غړی بلال کریمي وايي:« موږ پر ټولو نړیوالو غږ کړی،چې له افغانانو سره مرسته وکړي،ځکه افغانان له ستونزو سره مخ دي او زموږ در وازه د مرستو لپاره پرانیستي ده.»

تردې مهاله پوري د متحده عرب امارتو،بحری، قطر او ځېنو نورو هېوادونو له لوري د شااوخوا ۲۵۰ ټنه خوراکي توکو او درملو مرسته شوې او د چین د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې،چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د څه باندې دېرش میلیونه ډالرو پر ارزښت د خوراکي او طبي  مرسته وکړي.

په افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ سره لسګونه زره کسان بې روزګاره شوي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا مهال اتلس میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist