Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا ولسمشر هلته تازه ورغلو افغان کډوالو سره لېدنه کړې

admin by admin
2021/09/11

د امریکا ولسمشر جو بایډن په تکزاس ایالت کې د فارټ بلېس په نوم له هغې پوځې اډې لېدنه کړې، چې افغان کډوال په کې اوسېږي.

له بایډن سره دې پنډغالي ته خبریالان هم له دې امله تللي وو، تر څو هلته د افغان کډوالو څارلو روانه پروسه وګوري، خو خلکو سره د مرکو اجازه نه ده ورکړل شوې.

مسوولین وایي، دغه پنډغالی یې په دوو اونیو کې چمتو کړی، د ژوند ټولې آسانتیاوې لري او په وینا یې جغرافیا یې له افغانستان هغې سره ورته جغرافیا ده، چې د کډوالو لپاره غوره ګڼل شوې ده.

دوی وايي، دلته دا مهال د راغلو کډوالو روغتیایي او امنیتي څارنه کیږي او له هغې وروسته به امریکا کې د ژوند کولو اجازه ورکول کېږي.

امریکايي پوځي مایکل واګنر  وايي: «لومړی موږ د دوی کورونا ټیسټ کوو، وروسته ورته کمپ ته ښه راغلاست وایو او مالومات ورکوو، چې په دې کمپ کې څه آسانتیاوې شته. له هغې وروسته موږ کډوالو ته د کورونا واکسین ورکوو.  وروسته دوی اجازه پیدا کوي چې کمپ کې میشت شي او له خپلې خیمې بهر ته هم ووځي.»

له دې پنډغالي څخه تر دې دمه هېڅ یو افغان ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې بهر ووځي او امریکا کې میشت شي.

بل خوا بیا امریکا ته د تازه کډوال شویو افغانانو له ډلې پنځه تنه د شري پر ناروغۍ اخته شوي، چې دغه هېواد ته یې د نورو افغانانو لیږد ځنډولی او د سرخکانو یا شري واکسین ورته جبري شوی دی.

د سپينې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وايي: «امریکا ته د راغلیو افغان کډوالو له ډلې پنځو هغوی یې د شري ناروغۍ لرله، چې له امله یې امریکا ته راتلونکې الوتنې وځنډیدې. دغه کسان دا مهال کرنیتن دي. زموږ روغتیايي چارواکي د هغو کسانو په لټه کې دي، چې له دوی سره په اړیکه کې پاتې شوي وو. له دې وروسته د افغان کډوالو لپاره د شري ناروغۍ واکسین جبري شوی دی.»

د امریکا دا پریکړه به په جرمني او قطر کې هغه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ کړي چې دا مهال امریکا ته د تګ لپاره انتظار دي او له کورنیو سره په سختۍ کې ژوند تیروي.

د جرمني په رامسټین پوځي اډه کې دمګړی لس زره افغان کډوال امریکا ته د تګ لپاره په تمه دي، چې هتله یې لس ورځنی مهلت پوره شوی، خو د نوې پریکړه له امله امریکا ته نه لېږدول کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist