دیبورا لیونز ویلي، افغانستان کې خوراکي توکو او درملو ته اړتیا د زیاتېدو په حال کې ده.
مېرمن لیونز د افغانانو کمزوری اقتصادي حالت د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې که پر افغانستان بندیزونه پر طالبانو د فشار اچولو لپاره لګول کېږي او یا یې مرستې او پولي زیرمې بندېږي، دا چاره به ولسي افغانان تر ډېره اغیزمن کړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، که افغانستان کې شته بحران له منځه لاړ نه شي ۹۷ سلنه خلک به د بې وزلۍ تر کرښې لاندې راشي.