له ننه شل کاله وړاندې د سپټمبر پر یوولسمه نیټه نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ پر دوه لویو ودانیو د الوتکو په وسیله بریدونه وشول، چې شاوخوا درې زره کسان په کې ووژل شول.
دغو بریدونو تر ټولو لویه اغېز پر افغانستان وه، امریکا القاعده شبکه په دې حملو تورنه کړه او له پېښې څو اوونۍ وروسته یې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې، چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه، وپرځاوه.
خو د سپټمبر له پېښې شل کاله تېر شوي او طالبان یو ځل بیا کابل کې واک ته رسېدلي، د طالبانو د ځپلو لپاره امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول او زرګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله هم واوښته.
اوس چې امریکايي سرتېري په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي او طالبانو د نړیوالو په تېره د امریکا په ځانګړو مرستو جوړ شوی نظام سقوط کړی، اندېښنې د کابل او واشنګټن د راتلونکو اړیکو په تړاو دي، امریکا تر دې دمه د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پيژندلی.