دوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره یوازنۍ لار ټول شموله حکومت دی.
نړیوالو په حکومت کې د ښځو او یو شمېر نورو اقلیتونو ګډون اړین باله، چې په نوې کابینه کې تر ډیره نه لیدل کیږي.
د ترکیې د بهرنیو چار وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، د طالبانو د نوي حکومت په جوړښت کې د ښځو ګډون یو له مهمو مواردو دي.
اوغلو زیاتوي: «موږ وایو که په هېواد کې یو والی او همغږي رامنځ ته کېږي، یوازنۍ لار یې دا ده چې حکومت د ټولو وي او ټول په کې ګډون وکړي. د ښځو شتون هم په دې کې اړین دی. دا زموږ غوښتنه هم ده.»
په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغا بیا ویلي، دا کابینه لنډمهاله ده او باید طالبانو ته د ځان ثابتولو لپاره وخت ورکړل شي.
اردوغان زیاتوي: «دا ګرانه ده چې موږ دغه حکومت ته دایمي ووایو، دا کابینه لنډمهاله ده. موږ ګومان نه کوو چې دا کابینه دې تر ډېره پاتې شي. دا زموږ مسوولیت دی چې پروسه وڅارو، چې څه کېږي. خو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان لپاره په ګډه کار وشي.»
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ټینګار کړی، طالبان باید خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او واشنګټن دا مهال له ډیپلوماسۍ کار اخلي.