د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، طالبانو خپله کابینه اعلان کړه او په خبره یې دوی به د اعلان شوې کابینې راتلونکي اقدامات وڅاري.
.رجب طیب اردوغان ویلي، د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د نوي سرپرست حکومت اعلان په اړه مالومات لري، خو نه پوهېږي، چې د سرپرستي موده به څومره وخت دوام وکړي
نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، ترکیه هر څه ته په ځير ګوري او تر ارزونو وروسته یې په اړه څرګندونې کوي.
اردوغان وایي، دا نه ده معلومه چې کابینه به تر څومره وخته سرپرسته وي، خو دوی هر څه ته متوجه دي او په ځير یې ګوري.
ترکیه لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو د نوي حکومت د اعلان په اړه څرګندونې کوي