کابل کې پرون شپه د پاکستان پر ضد او د پنجشېر مقاومت جبهې پر ملاتړ لاریونونه شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې خپرې شوي، چې خلکو په کې لاریونونه کړي دي.
د ملي مقاومت په نوم د جبهې ویاند علي میثم نظري ویلي، په بېلابېلو سیمو کې خلک راپورته شوي او دا به د خلکو د مبارزې یو نوی باب وي.
دکابل ښار په ځینو نورو سیمو کې هم د ورته لاریون خبره شوې، چې خلکو په کې د پاکستان پر ضد او مقاومت جبهې پر ملاتړ شعارونه ورکړي.
تېره ورځ احمد مسعود د طالبانو پر ضد د ملي پاڅون غوښتنه کړې وه.
په ورته مهال کې، تېره ورځ طالبانو وویل، چې پنجشېر یې په بشپړ ډول نیولی، خو دغه مقاومت وایې چې لا هم ځینې مهمې او ستراتیژیکې سیمې له دوی سره دي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.