پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کسان وايي،هغه د پخوا په څېر مشرانو او خلکو سره په لېدونو بوخت دی او په راتلونکي حکومت کې د ونډې او کار په تړاو څه نه وايي.
بل خوا د حزب اسلامي غړي بیا وايي، د اسلامي امارت راتلونکي حکومت کې د ونډې غوښتونکي نه دي او نه به هم د ګډوډیو او فشارونو له لارې حکومت کې برخه وغواړي.
د حزب اسلامي غړی حفیظ الله نقي وايي:« حزب اسلامي هېڅکله د ونډې اخېستو کې ډېره لېوالتیا نه لرله.»
اخوا د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي، په نوي حکومت کي څېرې مهمي نه دي،بلکي هغه کسان به حکومت ته ورګډ کړي،چي په کار پوه وي او په تېر کې ناکام نه وي ثابت شوي.
د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي غړی وايي:« په راتلونکي حکومت ک ېد مشخصو اشخاصو څېرې مهمې نه دي. نوي حکومت کې به هغه کسان وي،چې استعدادونه ولري، د هېواد پرمختګ کې رول ولوبولی شي او هېواد ته ژمنه وي.»
تر دې مهاله د اسلامي امارت د نوي حکومت د جوړیدو په تخنیکي چارو کار روان دی او ډېر ژر به اعلان شي،خو تر اوسه پورې معلومه نه ده،چې د تېر حکومت لوړپوړو مسوولینو ته به په کې ځای ورکوي او که نه.