د طالبانو واک تر لاسه کولو وروسته هېواد کې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدکړو موسیسې دوشبنه د« ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ مه » بېرته پرانېستل شوې،خو په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو تر منځ پرده وهل شوې.
د پوهنتون استاد وايي:« د اسلامي امارت د نوې لايحې له مخې،چې خصوصي پوهنتونو ته يې استولې،د نجونو او هلکانو صنفونه بېل شوي، يو شمېر ځانګړي پوښاک ورته په نظر کې نيول شوی.»
د پوهنتونونو د بېرته پرانېستل،په لومړۍ ورځ ډېر کم شمېر زده کړيالان درسونو ته تللي وو.
لوی بدلون د نجونو او هلکانو د ټولګيو بېلوالی دی،خو ستونزه هغه پوهنتونونو ته ده،چې په ټولګيو کې د نجونو شمېر کم دی او نه شي کولی،چې يوې يا دوو زدکړیالانو ته بېل بېل ټولګي جوړ کړي.
یو تن زدکړیال وايي:« نن د پوهنتونو لومړۍ ورځ ده، زدکړیالان ډېر کم راغلي دي، کېدای شي وروسته خلک عادي شي.»
بل خوا يو شمېر نجونې د کابل له عمومي وضعيت اندېښنه لري او له نويو تغيراتو سره په وېره کې دي.
د دوی په باور حجاب مراعت کول يې خوښېږي،خو نور لګېدلي محدودیتونه به يې د درسونو مخه ونيسي.
یو زدکړیاله وايي:« موږ حجاب خوښوو،خو نور محدوديتونه زيات دي او هغوی کوښښ کوي، چې موږ بېرته پخواني حالت ته یوسي، زياتره نجونې له دې وېره لري.»
د وږي په ۱۵ يوازې خصوصي پوهنتونونه پرانېستل شول،خو لا هم د دولتي پوهنتونو په اړه کره مالومات نه شته،چې کله او په کومو شرايطو به پېل کېږي.