Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان په پنجشېر کې د بشپړ تسلط، خو د مقامت جبهې د جګړې چمتوالی خبر ورکړی

admin by admin
2021/09/07

طالبانو د دوشنبې په ورځ د زور له لارې پنجشېر ونيو،چې د يو شمېر ګاونډیو هېوادونو غبرګونونه يې هم راوپارل.

 د اسلامي امارت مسوولين وايي، هلته اوس امن دی او د ژوند ډېرې چارې بېرته په کې عادي شوي.

د اسلامي امارت د مطبوعاتو برخې غړی بلال کریمي وايي:«هلته وضعيت کنترول دی، مجاهدين په ټول ځواک سره په پنجشېر ولايت کې دي. هېڅ ستونزه نه شته دی. د جګړې خبرونه شايعات دي.»

خو د ملي مقاومت په نوم جبهه وايي، مهمې او لوړې مورچلې يې په لاس کې دي او د طالبانو تر شړلو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

له پنجشېره ځينې راپورونه وايي، هلته خلکو ته زيان اوښتی او بايد دغه مسله د خبرو اترو له لارې حل شوې وای، هغه څه چې دواړه خواوې يو بل ملامتوي.

د سیاسي چارو شنونکی ويس ناصري وايي: «ښايي اوس د سيمې او ځينو هېوادونو پلان دا وي چې طالبان د افغانستان په ټوله جغرافيه واکمن شي، خو د پنجشېر مقاومت حتما يوه نتيجه لري.»

په پنجشېر کې د طالبانو ضد جبهې مشري امرالله صالح، احمد مسعود، او د مخکيني حکومت دفاع وزير او يو شمېر نور پخواني قوماندانان کوي چې پر ملاتړ یې سلګونه کسان راټول شوي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله بیا په  پنجشیر کې په وروستۍ جګړې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

عبدالله زیاته کړې: «په پنجشیر کې چې څه تېر شول،خورا دردونکې وو، د هېواد رشيد او زړور بچي په کې له منځه لاړل.»

د پنجشېر د وضعيت په اړه خپلواکو سرچينو کره مالومات نه دي شريک کړي، طالبان هلته د ډاډمن وضعيت او د مقاومت جبهه د مورچلو ساتلو خبره کوي او تازه یې ادعا کړې چې د سه شنبې په شپه یې ځينې سیمې بېرته نیولې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist