د هرات طلاعاتو فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر وايي:« په ښار او ولسوالیو کې سلګونه تاریخي آبدې دې ته اړتیا لري،چې بیا ورغول شي. ځیني يې اساسي جوړونې او ځیني نورې يې مرمت او ترمیم ته اړتیا لري.»
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د تاریخي ودانیو په اړه يې ارزونه پيل کړې،چې د بیارغونې او ترمیم په اړه به يې وروسته اجرآت ترسره کړي.
هرات ښار او ولسوالیو کې شااوخوا اته سوه اویا تاریخي ودانۍ دي،چې ډېری يې بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري.
دوی وايي، نه یوازې د تاریخي آبداتو بلکې نورو برخو کې هم هڅه کوي،چې د مخکني حکومت نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.
د والي مرستیال مولوي شېراحمد مهاجر وايي:« اسلامي امارت اوس هم له دوی سره همکاره دی. په دي برخه کې پروګرامونه لرو،کارونه پيل کېږي، کوم عام المنفعه پروژې چې دي، هغه باید وساتل شي او هغه پروژې چې کارونه يې نیمګړي پاتې دي، د هغوی کارونه پيل کوو،ترڅو پای ته ورسیږي.»
باور دا دی که چېرې هېواد کې تاریخي ودانۍ او نور فرهنګي آثار ورغول شي او امنیت یې تامین شي، نو ګڼ شمېر سیلانیان به د لیدلو لپاره هېواد ته راشي،چې ورسره سم به په ملي عوایدو کې هم زیاتوالی راشي.
هرات د هېواد پر کچه د ګڼو تاریخي ودانیو، علم، ادب او معرفت په برخه کې ځانګړی ځای لري.