د هرات سیلو دوشنبه د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ مه» د ولایت مقام دفتر مشر ذبیح الله عرفان له خوا تر ارزونې وروسته بېرته فعاله شوه.
عرفان د دې لرغونې سيلو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ،چې پرته له کومې اندېښنې خپل کارونه بیا پیل کړي.
عرفان د هرات د سیلو ستونزو ته رسېدنه د ولایت مقام لمريتوبونو څخه یاد کړه.
اخوا بیا د سیلو کارکوونکو د یادې سيلو د چارو سمبالولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
اوس مهال، نېږدې ۹ زره ټنه غنم پدې سیلو کې زیرمه شوي دي.