د سیاسي چارو شنونکی محمد یاسین حبیبي وايي:« پاکستان دې تړل شوې لارې خلاصې کړي،ځکه څنګه چې د دغو دروازو ګټه افغانستان ته ده،همداسې پاکستان ته هم ده،چې زموږ صادرات لکه تازه مېوه او نور اقلام پاکستان ته ځي، له هغې زیات د پاکستان توکي افغانستان ته راځي او دا پاکستان ته ډېره ګټه ده.»
طالبان وایي، له پاکستاني پلاوي یې غوښتي دي،چې ژر تر ژره دغه مسله حل کړي، دروازې دې پرانیزي او خلکو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.