Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د احمد شاه بابا له نړیوال هوايي ډګر یو ځل بیا ملکي الوتنې پيل شوې

admin by admin
2021/09/06

د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وایي، کندهار درېیم ولایت دی،چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې له هوایي ډګرونو ملکي الوتنې پیل کېږي.

د یاد شرکت مشر رحمت الله ګلزاد وايي،  دغه لومړی الوتنه یې کندهار ته له هراته د اریانا – افغان لومړۍ ملکي  الوتنه وه،چې په کې یې له هرات څخه ۶۰ او له کندهار څخه ۱۰ مسافر کابل ته ولېږدول.

 ګلزاد زیاته کړه:« زموږ الوتنې به هره ورځ د کابل له نړیوال هوايي ډګره نورو ولایتونو او له نورو ولایتونو به کابل ته  کېږي.» 

په ورته وخت کې ګلزاد وايي، ډېر ژر به د کابل له  نړیوال هوايي ډګره د نړیوالو الوتنو لړۍ هم پیل شي.

ګلزاد وایي،د کابل له نړیوال هوایي ډګر د هغو برخو د بیا ترمیم چارې هم په چټکۍ سره پر مخ روانې دي،چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال تخریب شوي وې.

 هغه زیاتوي:« د کابل نړیوال هوايي ډګر اوس مهال یوازې د نړیوالو الوتنو لپاره چمتو نه دی. کله چې هوايي ډګر نړیوال ستنډرډ ته برابر شي، نړیوالې الوتنې به هم پيل کړو.» 

اخوا د کندهار اوسېدونکې د ملکي الوتنو له بیا پیل کېدو خوښي ښيي او له مسوولینو غواړي، چې د ټکټونو بیې دې راټیټ شي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« د افغانستان اسلامي امارت له ټولو چارواکو مو غوښتنه دا ده، چې په ټول هېواد کې هوايي ډګرونه ژر تر ژره ترمیم  او د مسافرینو پر مخ دې الوتنې خلاصې کړي.» 

بل پلو  د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر مسوولین بیا وايي، دغه ډګر کې یې ټولې تخنیکي ستونزې حل کړي او دا مهال د هر ډول الوتنو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د هېواد په هوايي ډګرونو کې د ملکي الوتنو د درېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او اوس غوښتنه کوي،چې د کورنیو الوتنو تر څنګ دې نورو هېوادونو ته هم د الوتنو لپاره زمینه برابره شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist