طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ويلي، د ولس پر ملاتړ یې په هېواد کې د بشپړ امنیت په لور وروستۍ هڅې هم پایله ورکړه او پنجشیر د دوی تر کنترول لاندې راغی.
ذبیح الله مجاهد د پنجشیر خلکو ته ډاډ ورکړی، چې له هغوی سره به هيڅ ډول توپيري چلند نه کیږي.
نوموړي زیاته کړې، ټول یې وروڼه دي او د یوه هېواد او یوه هدف لپاره به ګډ خدمت کوي.
د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو له سقوط وروسته پنجشیر یواځنۍ دره وه، چې د طالبانو پر ضد یې سنګر نیولی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د دغې جبهې ویاند او ژرنالیست فهیم دشتي او د دغې جبهې یو بل غړی جنرال عبدالودود ذره هم د پنجشیر په رخه ولسوالۍ کې طالبانو سره نښتو کې وژل شوي وو.