Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې ډېری بانکونو لاهم فعالیت نه دی پیل کړی

admin by admin
2021/09/05

په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د راتګ شااوخوا شل ورځې تېرېږي،خو لا هم ډېری بانکونو فعالیت نه دی پيل کړی.

کابل ښار کې د ځینو محدودو خصوصي بانکونو د بیا فعالیت سره ګڼ ښاریان او ان له ولایتونو څخه خلک راغلي،ترڅو خپلې پيسې ترلاسه کړي.

دلته راټول شویو کسانو ساعتونه  انتظار اېستلی، خو ځنې پيسې ترلاسه کوي او ځنې د ګڼې ګوڼې او وخت کمښت له امله پيسې نه شي ترلاسه کولی.

د کابل ښار یو تن  اوسېدونکی  وايي:« موږ د خپلو پېسو لپاره ساعتونه ساعتونه انتظار کوو. دلته کتار کې ولاړ يو،خو کله به نوبت راځي.»

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«زه له ليرې ځای څخه راغلی يم. زموږ ساحه کې بانکونه بند دي. اسلامي امارت بايد بانکونه په بشپړه توګه خلاص کړي.»

د بانکونو اتومات ماشينونه زياتره غير فعال او خلک د خپلو پېسو لپاره سخت کړاونه وباسي.

ډېری کسان وايي، جېب کې يې پېسې خلاصې دي او بانکونو کې يې شته پانګه اېستل ورته په يوې ستونزه بدل شوي،خو د دې هرڅه سربېره د دې اوونۍ په پېل کې زيات بانکونه د خلکو پرمخ خلاص وو.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«بانکونه باید د صرافيو اتومات ماشينونه هم خلاص کړي،ځکه دلته نوبت کې زيات وخت تېريږي،ساعتونه ساعتونه خلک ورته ولاړ دي.»

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«کور کې مې چې څه پېسې وې،هغه ختمې شوې اوس پېسې نلرم.غواړم له بانک څخه يې واخلم،خو پر بانکونو باندې زیاته ګڼه ګوڼه ده.»

اسلامي امارت د تېرې سه شنبې په ورځ د بانکونو د خلاصولو ويلي وو،خو لا هم بانکونه په بشپړه توګه خلکو ته خدمات نه وړاندې کوي او د خلکو پېسې بند دي،چې له ډېری کسانو  سره د لومړنيو توکو د اخېستو ذخېره هم ختمه ده. 

د افغانستان د مرکزي بانک د پرېکړې له مخې،د خصوصي بانکونونو پېرېدونکي په اوونۍ کې یوازې تر ۲۰ زره افغانیو د راېستلو حق لري او له دوه سوو زیات ډالر نه شي راېستلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist