د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له رخې ولسوالۍ او بازارک پرته یې د پنجشیر ټولې ولسوالۍ نیولي دي.
مجاهد وايي، اوس یې ځواکونه د روخې ولسوالۍ او بازارک مرکز پر لور د پرمختګ په حال کې دي او په خبره یې ژر به د پنجشیر مسله یو طرفه شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «په پنجشیر کې یوازې روخه ولسوالۍ او مرکز پاتې دی. نور ټول پنجشیر تصفیه شوی دی او وضعیت د ډاډ وړ دی او لنډ وخت کې به ټول پنجشیر ونیول شي.»
خو مجاهد بیا د خپل لوري تلفات ردوي او وايي، مخالف لوري ته یې تلفات اړولي او ګڼ شمیر داسې وسلې یې ترې نیولي، چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې نه وې کارول شوې او لرې واټن ویشتونکي توغندي هم په کې شامل دي .
هغه وايي، له هغې وروسته چې پوه شول، مذاکرات نتیجه نه ورکوي او مقابل لوری پرجګړې ټینګار کوي، عملیات یې پلان کړل .
مجاهد زیاتوي: «موږ چې کله ولیدل،خبرې او مذاکرات نتیجه نه ورکوي او دوی زور وايي او هغه خبرې کوي چې د دوی له سویې پورته دي. یاهم داسې څه وايي، چې ممکن نه دي او وخت یې هم نه دی نو موږ اړ شو، چې عملیات پیل کړو، ځکه چې افغانستان واحد هېواد دی. موږ نه شو کولای چې جلا جزیره وساتو او هغوی لپاره امتیازات ورکو، ځکه چې دا کار د ټولو ملي ګټو او ملي یووالي خلاف دی.»