Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د نوي حکومت جوړېدو پرسر له سیاسيونو سره بحثونه وروستي شوي

admin by admin
2021/09/05

د افغانستان اسلامي امارت رسنیو دفتر غړی بلال کریمي وايي، د نوي حکومت د جوړېدو پرسر له سیاسیونو سره بحثونه وروستي شوي او ډېر  ژر به نوی حکومت اعلان شي.

کريمي زیاته کړه:«  د نوي حکومت جوړېدو په اړه تر اوسه پورې مشخص وخت نه دی ټاکل شوی،چې په کومه ورځ او کوم ځای کې به اعلان کېږي. خو یو څه ویلی شم،چې په  ډېر نږدې وخت کې به د  نوي حکومت اعلان وشي. کومې ناستې او مشورې،چې د نوي حکومت جوړېدو په اړه روانې وې، هغه بشپړې شوي دي.» 

د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار،چې طالب مشرانو سره یې د راتلونکي حکومت په جوړښت لیدنې او بحثونه کړي، وايي، نوی حکومت به ډېر ژر اعلان شي.

مسلمیار زیاتوي:« د راتلوونکي لپاره،چې څنګه یو نظام ولرو، د هغه نظام لپاره دوی مشورې کوي. زه باور لرم،د طالبانو کوم نیت،چې موږ ولېد، هغه ډېر پراخه دی.  انشاء الله کومه ژمنه یې چې له موږ سره کړې، که هغه شان مخته ولاړ شي،دوی به یو بریالی او باثباته نظام ولري.» 

د واک تشه او د نوي حکومت اعلان ځنډ په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ، فقر او ګڼو ستونزو لامل شوی او ټېنګار دا دی،چې طالبان دې ژر حکومت اعلان کړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی هلمند هلمند وايي:« زه پوهېږم، اوس افغانان په تشه کې واقع دي. دوی ته چوپړتیاوې نه رسېږي. خو د دې لوی بدلون په مقابل کې دا ډېرې ستونزې نه دي. د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه کوم،چې ډېر دقیق واوسي او ښه فکر وکړي، ترڅو په راتلونکې کې افغانستان له دې فرصته،چې د دوی لاس ته ورغلی، مثبته استفاده وکړي.» 

تېره اوونۍ ګونګوسې وې،چې اسلامي امارت به د روانې اوونۍ په پیل کې نوی حکومت اعلان کړي،خو داسې  ښکاري،چې د نوي حکومت پرسر لا بحثونه نه دي وروستي شوي او طالبان د خپلو مشرانو وروستۍ پرېکړې ته انتظار دي.

پرته له پنجشیر ولایته په ټول افغانستان د طالبانو له حاکمیت شل ورځې تیرېږي،خو تر اوسه پورې طالبانو خپل حکومت رسمي نه دی اعلان کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist