Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

صنعت او سوداګرۍ خونه:د شهزاده سرای پرانېستل د ملي سوداګرو لپاره ښه زیری دی

admin by admin
2021/09/05

 د افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي،د طالبانو له راتګ سره د ټولو دولتي او خصوصي بانکونو تړل کیدو سوداګریزې اړیکې ترینګلې کړې وي او په خبره یې  د شهزاده سرای  په پرانېستلو سره به د سوداګرو او پانګوالو شته ستونزې تر یوه حده کمې شي.

 مومند وایي، له طالبانو سره یې ناسته کړې او د ټولو دولتي او خصوصي بانکونو د ژر پرانیستلو ژمنه یې ورکړې ده.

مومند زیاته کړه:«یو شي،چې خلکو ته یې ډاډ ورکوو، هغه دا دی،چې موږ ته د  افغانستان  بانک ډاډ راکړی،چې د خلکو ټولې شتمنۍ ورسره خوندي دي. هغه لېدنه،چې د بانک چارسمبالي له صرافانو سره کړې وه،چې هغه کې زه نه وم، دوی ویلي ول،چې موږ تاسو پوره ډاډ درکوو،چې د خلکو شتمنۍ ټولې ورسره خوندي دي.» 

که څه هم سوادګرۍ خونه د صادراتو د زیاتوالي خبره کوي،خو یو شمیر اقتصاد پوهان اندېښنه لري، که د پخوا په څېر ټول بانکونه فعالیت پیل نه کړي،افغانستان به له لوی اقتصادي بحران سره مخ شي.

د اقتصادي چاررو شنونکی تاج محمد تلاش  وايي:«  که چېرې د بانکونو فعالیتونه همداشان لکه،چې دا اوس روان دي، افغانستان کې به فقر، بېکاري او بې وزلي ډېره لوړه کړي.

دا بیا نظام له قوي ګواښونو سره مخامخ کوي. هېله من یم،چې د افغانستان اسلامي امارت ډېر ژر مرکزي بانک او همدارنګونه  د  خصوصي بانکونو مرکزي او ولایتي څانګې پرانېزي او چوپړتیاوې پیل کړي.» 

وروسته تر هغې،چې طالبانو په هېواد حاکمیت ترلاسه کړ، ټولو بانکونو په هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړل،چې تازه یو شمیر بانکونو بېرته فعالیت پیل کړی،خو د خلکو له نیوکو سره مخ دي،چې اوونۍ له ۲۰ زره ډېرې پیسې له بانک نه شي ترلاسه کولای.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist