د طالبانو سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین وايي،په راتلونکي دولت کې د ښځو حقونه خوندي دي او له امریکا یې غوښتنه کړې چې د افغانانو د فرهنګ تغیرولو له هڅې دې لاس واخلي.
شاهین له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، ښځې د اسلامي حجاب په مراعت کولو سره کولی شي کار او زده کړې وکړي.
شاهین زیاتوي،دوی د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې وکړي.
نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي،چې پرون په کابل کې یو شمېر ښځو په راتلونکي دولت کې د دوی په خوښه د ونډې ورکولو غوښتنه وکړه.