ویل کېږي، د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د هالنډ له لومړي وزیر مارک روته سره پر ټیلفون خبرې کړي او ویلي یې دي، چې که طالبان د دوی شرایط ومني، دوی به هم هغوی په رسمیت وپېژني.
په ښکاره د بریتانیا او هالنډ شرایط دا دي، چې طالبان باید بشري حقونو ته درناوی ولري او هغو افغانانو ته اجازه ورکړي، چې غواړي ځانونه له افغانستان وباسي.
دغه راز بل شرط یې دا دی، چې طالبان باید په خوندي توګه له دغه هېواده د بهرنیو وګړو وتلو ته زمینه برابره کړي.
طالبان تل ټینګار کوي، چې بشري حقونو ته ژمن دي او هغه افغانان چې د سفر کولو قانوني اسناد او مدارک ولري اجازه ورکوي، چې په باعزته توګه سفر وکړي.