تېره شپه ویل کېدل، چې ګنې پنجشېر هم سقوط شوی او له همدې امله هوایې ډزې شوي دي.
له بل لوري د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخند مرستیال، ملا محمد یعقوب په یوه غږیز پیغام کې هوايي ډزې له هېوادوالو او بیت المال سره خیانت بللی او له طالبانو یې غوښتي، چې له هوايي ډزو ډډه وکړي.
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، که له دې وروسته هر څوک هوايي ډزې وکړي، وسله ورڅخه اخیستل کېږي او زندان کې اچول کېږي.