Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکمتیار: د پنجشیر له خلکو غواړم،د څو افرادو شخصي ګټو لپاره ځانونه قربان نه کړئ 

admin by admin
2021/09/04

د افغنستان حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۲ مه » خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل،د پنجشیر ولس په دې پوه شي،چې یو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره له طالبانو سره مقاومت کوي او که ماتې وخوري، کولی شي،په چورلکو کې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

حکمتیار زیاته کړه:« زموږ پنجشیري وروڼه به دې متوجې وي،چې د دې جنګ بدې پایلې له بل هر چا ډېرې  تاسو ته متوجې دي. تاسو ته به زیان رسېږي. د پردیو دا مزدوران به تښتي. د ټولو کورنۍ او شتمنۍ په بهر کې دي. ټول دوه تابعته دي. چورلکې یې هم د دې لپاره ځانه سره پنجشیر ته بیولي،چې په اسانۍ یوازې  څو کیلومتره هاغه لور کولاب ته سفر وکړي.» 

حکمتیار وايي، د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي خپلو کسانو ته ویلي، چې چورلکې پنجشیر ته بوځي او له یو شمېر هېوادونو غواړي، چې د پنجشیر مقاومت دې په رسمیت وپېژني.

د حزب اسلامي مشر د پنجشیر له خلکو وغوښتل، چې خپل ځانونه دې د نورو شخصي ګټو لپاره نه قرباني کوي او اجازه دې ورنه کړي، چې هلته د جګړې اور بل شي.

حکمتیار وايي:«  د دفاع وزیر ته یې لارښوونه وکړه،څومره چورلکې،چې کولای شي، له ځانه سره یوسي.  هغه ۱۷ چورلکې پنجشیر ته انتقال کړې. دغه راز کافي مهمات او تجهیزات یې هم انتقال کړل. نه یوازې اجازه یې ورکړې،بلکې هڅولی یې دی، مرسته یې ورسره کړې،ترڅو دا کار وکړي. نن چې تاسو هلته چورلکې ګورئ، دا هماغه دي،چې ده له ځانه سره بیولې وې.» 

حکمتیار په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې د امریکا هېڅ ارمان نه دی پوره شوی او وروستیو ورنکاریو وښوده،چې د افغانستان ولس سره عقده لري او د بریدونو له لارې یې خپل غچ واخېست.

په ورته وخت کې حکمتیار د تاجکستان په ګدونو له ځنو نورو هېوادنو هم وغوښتل، چې په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

حکمتیار زیاتوي:«د کابل له نړیوال هوايي ډګره  د دوی وروستي ځواکونو وتلو څرنګوالي وښووله،چې له افغانانو  د غچ اخېستلو له هوډ ارادې سره هغوی له افغانستانه بهر شول. په هوايي ډګر کې پراخ وحشيانه تخریب او ټول  تجهیزات او وسایل، ټولې ملکي او نظامي طیارې، ټانګونه،موټرې،ان ملکي موټر، د دفترونو څوکۍ،میزونه، کمپیوټرې په بشپړه توګه تخریب او وېجاړ کړي دي.» 

حکمتیار ډاډ وښوده،چې اوس افغانستان یو خپلواکه هېواد دی او د پنجشیر له ستونزې وروسته به په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله ټینګه شي، هغه خلک نوي جوړیدونکي حکومت سره کار ته وهڅول. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist