د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت وايي، بشري مرستې به یې د افغانستان خلکو سره روانې وي او هغه خلک په افغانستان کې نه پریږدي،چې له دوی سره یې کار کړی دی.
یاد وزارت د امریکا ځانګړو ویزو غوښتونکو نیمایي هغه یې امریکا ته لیږدول شوي او په خبره یې د تخلیې پر مهال یې دغه غوښتنې نه دي څېړلي.
د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس د د دغې پروسې د کم رنګه کېدو پړه د ټرمپ پر ادارې اچولې او زیاته کړې یې ده،چې دوی دا پروسه میاشت وړاندې لس برابره چټکه کړې وه.
پرایس زیاته کړه:« تاسو په دې هکله د بهرنیو چارو وزارت عمومي څار پایله لیدلی شئ، چې په کې ویل شوي،یاده پروسه کې ۲۰۲۰ کال اوږدو کې لویې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې وې. د چارواکو ترمنځ همغږي موجوده نه وه او دې پروسې هم ۱۴ پړاوونه لرل، خو بیا هم د ۲۰۲۰ زېږدیز کال مارچ میاشتې راهیسې د یوه کس انټرویو هم نه وه شوې.»
امریکا د افغانستان تر ټولو ستر متحد په توګه یوازنی هېواد دی،چې له افغاستانه یې تر دې دمه شااوخوا ۱۲۰ زره افغانان لیږدولي،خو وایي، نیمایي هغه کسان لا هم پاتې دي،چې د امریکا ځانګړو ویزو ته یې غوښتنه کړې ده.
بل خوا اروپایي هېوادونه که څه هم ډېری یې ویره لري،چې په هېوادونو کې به یې د افغان کډوالو شمېر زیات شي،خو ژمنه یې وکړه،چې د امکان تر بریده به افغانانو ته پناه ورکوي.