Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانې ښځې: له طالبانو غواړو،راتلونکي حکومت کې ونډه راکړي

admin by admin
2021/09/04

په کابل کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۲ مه» یو شمېر فعالې ښځې د اریانا څلور لارې سره راغونډې شوې وې او د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه. 

دوی خپل غږ تر نړیوالو رسوي او وايي،د طالبانو حکومت کې دې دوی ته په لوړو  پوستونو کې دندې ورکړل شي.

د ښځو یوه فعاله وايي:« دا ډېره د  خواشېنۍ خبره ده،هغه ښځې،چې په تېرو ۲۰ کالونو کې یې هڅې کړي،تخصص یې اخېستی، له پامه وغورځول شي. » 

یو شمیر نورې بیا وایي، طالبانو خپلې  کړې هغه ژمنې ماتې کړي،چې په پیل کې ویل، د ښځو له کار سره دوی ستونزه نه لري او د تېر په څېر به خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د ښځو یوه فعاله  وايي:« دا چې موږ له اساسي قانون څخه لري شوي یو. له کابینې لري شوي یو، نو نن د دې لپاره عدالت غوښتنه کوو. د افغانستان  اسلامي امارت له دولته مو غوښتنه دا ده،چې عدالت غوښتنې ته مو رسېدنه وکړي او پرېنږدي،چې ښځې له هېواده کډوالې شي.»

یوه ویډیو، چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېده، د لاریون پر مهال  دغو  ښځو غوښتل، چې د یو شمیر دولتي ادارو مخکې شعارونه ورکړي،خو د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي او د شعارونو پاڼې ورنه اخېستل شوي. 

که څه هم طالبان وایي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکوي خو لاهم د دولتي ادارو  ښځینه کارکونکو ته خبر ورکړل شوی چې تر امر ثاني دې دندو ته نه راځي، هغه څه چې ښځې یې نارامه او اندېښمنې کړي  دي.

دوی د عباس ستانکزي هغو څرګندونو هم غصه کړي،چې ویلي یې ول، ښځې به د کابینې، پارلمان  او لوړو پوستونو په څوکیو ونه ګمارل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist