بل خوا د تېلو واردونکي وايي، د بندرونو بندښت، د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت کموالی او د بانکونو او صرافيو بندوالی د تېلو او سون توکو په بيو اغېزې لري.
یو تن سوداګر وايي:« وړاندې له څو بندرونو تېل وارد کېدل. له حرتان بندر، له اقینې بندر، له اسلام کلا بندر،له تور غنډۍ بندر، خو اوس له یوه بندره تېل وارد کېږي. »
اسلامي امارت د نرخونو د کنترول خبره کړې، خو په نرخونو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.