د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي طالبانو ته په کار ده چې خپل حکومت د افغانستان له ټولو قومونو جوړ کړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي: «طالبان به دوه درې ورځو کې خپل حکومت اعلان کړي. زموږ هیله او امید دا ده هغه کسان چې طالبان هم نه دي، باید حکومت کې شامل شي په دې خاطر چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.»
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، دوی به نږدې دوو ورځو کې یو حکومت اعلان کړي.
طالبانو نړیوالو او خلکو ته د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ژمنه ورکړې ده.
که څه هم تر اوسه د راتلونکي حکومت جوړښت او چوکاټ څرګند نه دی او په دې اړه قضاوت له وخت مخکې دی، چې طالبان به اسلامي جمهوري او که د اسلامي امارت تر عنوان لاندې خپله اداره اعلان کړي، خو د اوس لپاره د ټاکنو له لارې حکومت راتګ ناشونی دی.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، طالبان به نورو ته واک او صلاحیت ور نه کړي ترڅو بهرني او کورني سیاست کې پرېکړې وکړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ویس ناصري وايي: «هغه کسان چې طالبانو سره په ټول شموله حکومت کې یوځای کېږي،هغوی به په پرېکړو کې هېڅ واک او صلاحیت ونه لري ټولې پرېکړې به د طالبانو له لوري نیول کېږي. بله دا چې یو څو کسان لکه حامدکرزی،عبدالله عبدالله او حکمتیار طالبانو سره یوځای شوي، په دې سره د طالبانو حکومت همه شموله نه بلل کېږي.»
له کابله لرې بیا دوحه کې چېرته چې د طالبانو سیاسي دفتر دی له نړیوالو سره د افغانستان په راتلونکې بحثونه روان دي.
طالبانو سره ډېری هېوادونو ژمنې کړي چې خپل بند سفارتونه به پرانیزي او د دې لپاره یې ځینې شرطونه طالبانو ته وړاندې کړي، چې د بشر حقونو، ښځو او بیان ازادي یې اساسي محور دی.
د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي:«د سیمې هېوادونه به د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني. دلته د سیمه ییز اتصال بحث دی، د پایپ لاین بحث دی او بله دا چې د سیمې هېوادونه به د امریکا په نه شتون کې منطقه کې رامنځ ته شوې تشه ډکه کړي.»
تر اوسه پورې د طالبانو د مشرتابه ټاکنه د بیعت له لارې شوې، خو که راتلونکې کې د ټاکنو بحث موجود نه وي، ښایي افغانستان کې زعامت نور د بیعت له لارې وټاکل شي، چې په اسلام کې یو اصل دی.