Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خلاصون لارې شورا: امریکا په افغانستان کې د ډلو ټپلو جوړولو سربېره اقتصادي جګړه پیل کړې

admin by admin
2021/09/02

د افغانستان د خلاصون لارې شورا نن پنجشنبه د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۱ مه» کابل کې  ناسته وکړه.

یاده شورا وايي، په اوس کې امریکا اقتصادي جګړه پیل کړې او دغه راز یې د پنجشیر ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

 د یادې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، افغانان اسلامي نظام غواړي او نړۍ دې د افغانانو مذهبي خپلواکۍ ته درناوی ولري.

په ورته وخت کې هغه  امریکا تورنه کړه چې افغانستان کې د جګړې دوام لپاره بېلا بېلې دسیسې جوړوي، خو طالبان یې ورته شنډوي.

سید اکبر اغا وايي: «امریکایانو د راتلونکي لپاره اقتصادي جنګ شروع کړی دی. افغانانو سره هغه دا دی چې له دېخوا یې ۱۲۳۰۰۰ کسان یوړول او دا دې لپاره چې زموږ حکومت تر غیر مشروعیت لاندې راولي.»

 سید اکبر اغا له خلکو غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت ملاتړ دې وکړي او له امارت یې وغوښتل چې خلکو ته دې ډاډمنه فضاء برابره او د ژوند اسانتیاوې دې رامنځته کړي.

د خلاصون لارې شورا هغه اندېښنې بېځایه وبللې چې ګواکې د اسلامي امارت په حاکمیت سره پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګېږي.

سید اکبر اغا وايي: «چینایان به درسره وي، د اسیا نور ملکونه او ځینې نور هم او دا به وګورئ چې امریکایان چې نن له افغانستانه لاړل په خپل حال به پاتې نه شي، ځکه د دې شهیدانو وینو چې د روس په وخت کې رنګ راوړ او روسان یې ټوک ټوک کړل، نو امریکا به هم داسې شي.»

د غونډې ناستې ګډونوالو پر یوه غږ له طالبانو ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې له راتلونکي نظام او حکومت نه به د سر پر بیه دفاع او ساتنه کوي.

د مصلحت ټولنې مشر احمد میرویس اوریا وايي: «وحدت د خاورې راته بېرته همدې طالبانو وساته، کنه افغانستان له تجزیې سره مخامخ و. افغانستان به اوس تکه تکه و، که تېر ځل دا خلک نه و راپاڅېدلي او وحدت د خاورې یې راته نه و ساتلی.»

ډاکتر عبدالشکور وايي: «دلته په اسلامي نظام کې ټول ځان په ایینه کې کتلی شي، هغه نور قوانین دي چې په هغو کې بیا قومیت ده، یو ته به یوه څوکۍ او بل ته بله ورکوي چې هغه که اهل وي یا نا اهل.»

دلته راغلو کسانو د امریکا هغه عمل هم د کرکې وړ وباله چې په کابل هوایي ډګر کې یې چورلکې، رادار سیستم او د یاد ډګر نورې برخې ویجاړې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist