د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب پارلمان بهرنیو اړیکو کمېټې د وینا پر مهال ویلي، غواړي، په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور ولري.
ده په کابل کې د بریتانیا د سفارت د بندېدو په اړه وویل:« موږ د جون په میاشت کې د بېړنۍ تخلیې لپاره هڅې پیل کړې، بیا مو سفارت تخلیله کړ او بیا مو په بشپړ ډول تخلیه کړ.»
راب زیاته کړه چې بریتانیا په افغانستان کې د دوامداره ډپلوماټیک حضور هیله لري، که امنیت اجازه ورکړي، خو د اوس لپاره دا ممکنه نه ده.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړي،چې طالبان له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان واکمن دي او په کابل کې ټول بهرني سفارتونه تړل شوي دي.