Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانې ښځې: له طالبانو غواړو، پر خپلو ژمنو عمل وکړي 

admin by admin
2021/09/02

په هېواد کې د طالبانو واکمنۍ  ښځو ته  د کاري فعالیتونو پر وړاندې اندیښنې پیدا کړي دي.

یو شمېر فعالې ښځې وايي، له اسلامي امارته غواړي،چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ښځو ته دې په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړي.

 دوی زیاتوي،که طالبان د بهرنیو هېوادونو ملاتړ او دوامداره مرستې غواړي،په سیاسي برخه کې دې ښځو ته پراخ حضور ورکړي او له ظرفیتونو دې ګټه واخېستل شی.

پخوانۍ افغان سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« افغان مېرمنې د افغانستان ستره پانګه ده. له دغې پانګې باید په سمه، مثبته او مقعوله بڼه استفاده وشي. پرېږدئ،چې افغانې ښځې د افغانستان په بسیاینه او پرمختګ خپل نقش ولوبوي.» 

یوشمیر نورې ښځې بیا د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو په ساتنه ټینګار کوي او له طالبانو غواړي،چې د خپل حکومت د بقا لپاره دې کړې ژمنې عملي کړي.

د ښځو حقونو فعاله سحر ساحل  وايي:«  که چېرې اسلامي امارت په افغانستان کې د واک بقا غواړي، نو باید  له هغو ښځو،چې تعلیم یې کړی دی، په هره برخه کې  په سمه بڼه ترې  استفاده وکړي. »

افغانې ښځې داسې مهال د خپلو حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي،چې طالب چارواکو وار له مخه د ښځو حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هغو حقونو ا و ازادۍ ته ژمن دي، چې اسلام دین ورکړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist