Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروپايي ټولنه: د طالبانو کړنې څارو او له اروزنې پرته پرېکړه نه شو کولای

admin by admin
2021/09/02

له ترکیې، پاکستان او قطر هېوادونو پرته ګڼ شمیر هېوادونو تر اوسه پورې د طالبانو حکومت د رسمیت پيژندلو په تړاو خپله پریکړه نده وروستۍ کړې.

اروپايي ټولنې د طالبانو مخکینی انځور ښه نه دی بللې او  وايي، اوس د افغانستان و ضعیت او د طالبانو کړنې څاري او له ارزونې پرته پریکړه نه شي کولای.

د  اروپايي کمیسیون کورنیو چارو مسووله یلوا جانسن وايي: «هغوی چې موږ په تېر وخت کې لیدلي وو، خلکو ته به یې ستونزې جوړلې، د ښځو حقونه یې نه مراعت کول. د چا خبره یې نه منله او تاوتریخوالی یې کاوه، خو اوس له وخت وړاندې څه نه شو ویلی او باید ارزونه وکړو.»

چین یوازې طالبانو سره د ښو او دوستانه اړیکو پاللو خبره کړې او افغانستان یې خپل نږدې ملګری هېواد بللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبین وايي: «چین او افغانستان ډېر ښه ملګري دي، چین نه غواړي چې افغانستان زیانمن شي او همدا راز افغانستان هم د چین لپاره دا نظر لري. دواړه هېوادونه د یو بل لپاره ډېر ښه نیت لري.»

د  اسراييل د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، تر اوسه نه دی پوه شوی چې امریکا ولې افغانستان پرېښود، ځکه هلته د ایران په ګډون د ګڼو ترهګرو ډلو ګواښ تر اوسه موجود دی.

یر لپېډ وايي: «زه فکر نه کوم چې موږ دې تر اوسه پوه شوي یو چې امریکا ولې داسې کار وکړ. هلته پاکستان دی، د ایران خطر شته، د نورو افراطي او ترهګرو ډلو خطر شته او دا خطر تر اوسه نه دی ختم شوی.»

خو کاناډا بیا په بشپړه توګه د طالبانو  حکومت په رسمیت پیژندلو څخه انکار کړی دی.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي: «هغوی ډیموکراټيک حکومت چې د ټاکنو له لارې راغلی و په زور نیولی دی. هغوی موږ یوازې د یوې ډلې په توګه پیژنو، د کاناډا د قانون له مخې، موږ هغوی په رسمیت نه پیژنو. موږ غواړو له افغان ولس سره خوندي ځای ته د وتلو برخه کې مرسته وکړو.»

اخوا عربي هېوادونه او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ نړیوال سازمان هم تر اوسه د طالبانو د حکومت په اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist