د افغانستان هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له ځواکونو، عامو ښاریانو او خبریالانو غوښتنه کړې، چې تر امر ثاني دې هوايي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي، خلک دې تر هغې هوایي ډګر ته نه ورځي، ترڅو د دوی ټیمونه خپلې چارې بشپړې کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، هوایي ډګر ته د خلکو تګ راتګ د دې لامل کېږي، چې د تخنیکي ټیمونو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
یاده اداره له ټولو غوښتي، تر هغې چې ستونزه نه وي حل شوي او هوايي ډګر بېرته نه وي فعال شوی میدان ته د ننوتو هڅه دې نه کوي.