په افغانستان کې د امریکايي ځواک د شل کلن شتون له پای سره نړۍ له طالبانو سره ډیپلوماټيکې اړیکې غواړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي،سفارت یې قطر ته لیږدولی،خو د افغانستان په تړاو به یې کاري ماموریت همدلته پای ته ونه رسیږي.
بلینکن زیاته کړه:«یوه موضوع،چې زه یې نن تاسې ته ویل غواړم دا ده،چې په افغانستان کې د امریکا فعالیت پای ته نه دی رسیدلی. موږ د راتلونکي لپاره پلانونه لرو. دغه ټول پلانونه به عملي کوو. موږ چې په دې شل کلنې جګړه کې کوم درسونه زدکړه کړي، په راتلونکي کې به ترې ګټه پورته کړو.»
اخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په تړاو ځانګړې ناسته کړې او هر غړي هېواد یې په تړاو خپلې اندیښنې او خوشبینۍ شریکې کړې.
د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې لیندا توماس هم پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ټول افغانان یې په خپلو الوتکو کې واېستلی نه شول.
توماس زیاتوي:«موږ نه شو کولای،چې ټول هېواد په الوتکه کې خوندي ځای ته انتقال کړو. اوس هغه وخت دی،چې باید موږ د ډيپلوماسۍ لور ته ګام پورته کړو. اوونۍ وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه،چې هغه کسان چې له هېواده وځي او یا وتل غواړي ازاد دي. نو اوس او په راتلونکي کې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم له طالبانو غواړي،چې خپلو وعدو ته ژمن واوسي.»
په ورته وخت کې د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډومینینک راب په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې خپل ماموریت بریالی او له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ډومینیک راب زیاته کړه:«تاسې باید هغو لاسته راوړنو ته پام وکړئ،چې موږ په دې شلو کلونو کې درلودې، دغو همکاریو د خلکو په ژوند کې ډېر بدلونونه راوستي وو. موږ پر خپلو پیسو او مالي پالیسۍ په دغه هېواد کې ډېر تغییرات رامنځته کړل. اوس یې وخت دی، چې نوي حقایق ومنل شي او پر دې توجه وشي،چې راتلونکي کې بریټانیا د دغه هېواد لپاره څه کولای شي.»
یو شمیر راپورونه بیا وايي، روسیې د سېمو هېوادونو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او په افغانستان کې د داعش یا القاعدې هرې نوې جګړې لپاره چمتو دي.