Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سویل ختیځ زون ولسونو شورا: له طالبانو غواړو،چې ژر حکومت اعلان کړي

admin by admin
2021/09/01

په کابل کې  د سې شبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۹ مه» د سویل ختیځ زون د ولسونو شورا غړو او مسوولینو د خبري کنفرانس پر مهال په اوسني وضعیت کې د نوي حکومت پر ژر جوړېدو ټينګار وکړ.

دوی  له طالبانو وغوښتل،چې  د راتلونکي حکومت د جوړېدو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي.

د یادې شورا غړی اظهار الحق امین وايي:«زموږ لومړۍ غوښتنه یا سپارښتنه د افغانستان له اسلامي امارته دا ده،چې ژر تر ژره باید حکومت جوړ شي. که ان یو ساعت هم ناوخته یا وخت پرې ووځي،ولس او هېواد له ډېر لوی زیان سره مخ کېږي.» 

دلته د سویل ختیځ زون د ولسونو شورا غړو په تیر حکومت کې د فساد په شتون هم نیوکې درلودې او له اسلامي اماراتو یې وغوښتل چې د څوکیو یو شمیر ټيکه دارانو ته د بیا فساد موقع ورنکړي.

د سویل ختیځ زون ولسونو شورا غړی وايي:«  زموږ هېله دا ده،چې هغه فرصت طلبه څېرې،چې نورد هغو نوم اخېستو سره مو خولې له زهرو ډکېږي، په نوي حکومت یې ونه ګورو. دا زموږ لومړنۍ هېله ده. د څوکیو هغه ټیکه داران،چې د افغانستان د خلکو ستونزې د هغوې په وجود کې وې، په نوي حکومت کې یې ونه ګورو.  نوې څېرې باید راشي.» 

د ختیځ زون د ولسونو شورا د اسلامي اماراتو پرمسولینو غږ وکړ،چې ځوانانو ته دې په کور دننه کاري فرصتونه برابر کړي،ترڅو له هېواده ونه وځي.

دوی د بهرنۍ پالیسي تر څنګ له نړیوالو سره په ښو اړېکو ټينګار وکړ او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه،چې داسې یو ټول شموله حکومت دې جوړ کړي،چې نړۍ یې هم په رسمیت وپيژني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist