له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتو سره سم د افغانانو تمې او هیلې اوس اسلامي امارت ته دي.
خلک وايي،روان وضیعت ورته د زغملو نه دی او طالبان دې ژر تر ژره نوی حکومت اعلان کړي.
د پوهنتون استاد ضمیر څار وايي:« زه هېله لرم، که طالبان غواړي، په افغانستان یو دوامداره او له سولې ډک حکومت ولري. ټول شموله حکومت دې رامنځته کړي. ټولو اقوامو ته، ټولو سیاسي څېرو ته دې ځای ورکړي او په خپله لمن کې دې ونېسي. همدارنګه له ولس هم غواړم،چې یو بل وزغمي. »
سیاسي فعال سیرت ساپی وايي:« طالبانو په کراتو له ولس سره بېلابېلې ژمنې کړې وې،چې په هغې ژمنو کې یا ولس کمرنګه وه یا طالبانو پر ژمنو عمل کړی نه وه. اوس په کار دا ده،چې ټول سره یو لاس شو او له دغه فرصته لویه استفاده وکړو. »
د طالبانو له راتګ سره ټولې ادارې فلج شوي او خلکو سره اندېښنې دي،که اسلامي امارت ژر نوی حکومت اعلان نه کړي،افغانستان به له لوی ناورین سره مخ شي.
د بلخ اوسېدونکی وايي:« دا یو ډېر ښه طلايي فرصت دی، یو ستر فرصت دی او دې فرصته باید ستره ګټه پورته شي. ټول افغانان باید سره یو موټی شي او د حکومت جوړونې برخه کې یو افغان شموله حکومت رامنځته شي. حکومت کې باید ټول افغانان خپل ځان وګوري.»
یو شمېر کسان بیا د بد اقتصادي وضیعت له امله سر ټکوي او وايي، د طالبانو له راتګ سره بیکاره شوي او په خبره یې که وضیعت همدا شان دوام وکړي، نورو هېوادونو ته به ولاړ شي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « هېله مو دا وه، چې بانکونه به خلاص شي، خلک ته به کاروبار برابر شي. هر څوک دا وېره لري. ټول بېکار او بې کسبه ګرځي. خلک په وېره کې دي. د بانکونو خلاصېدو اعلانونه څو ځلې وشول، خو نه خلاص شوي نه دي. »
له کابل هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته طالبان په هوايي ډکر کې راټول شوي او ژمنه یې کړې،چې د ولس د سوکالۍ لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي.
مولوي فتح الله وايي:«اوس یو ځل بیا افغانانو ته یو ښه فرصت په لاس ورغلی دی،چې داسې یو نظام رامنځته کړي،چې قومي، نژادي او مذهبي توپېرونو څخه تېر شي او د سوکاله افغانستان لپاره کار وکړي.»