په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د طالبانو راتلونکي حکومت په تړاو ملاحظه نه لري او په وینا یې د داسې حکومت ملاتړ کوي،چې افغانستان کې ټولې خواوې په کې خپل ځان وویني.
احمد خان زیاته کړه:« موږ د سولې پروسې پر مهال هم ویل او اوس هم دا غواړو،چې په افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت رامنځته شي،ځکه د افغانستان مساله پوځي حل نه لري. افغانان هم باید د خپلمنځي خبرو په لړ کې داسې یو حکومت رامنځته کړي،چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او بشري حقونه په کې خوندي وي.»
احمد خان وایي،له طالبانو او افغان سیاستوالو او مشرانو سره یې په خبرو کې دا موندلې،چې ټول د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي.
سفیر د دې پوښتنې په ځواب کې،چې له کابل څخه اسلام آباد ته تللي افغان سیاستول لا هم هلته او په څه بوخت دي وویل:«هغوی اسلام آباد ته د سولې په برخه کې د سیاسي مشورو لپاره تللي وو. دوی د اشرف غني په حکومت کې هم اسلام اباد ته بلل شوي وو،خو سفر یې بیا وځنډید. تر کومه چې زه مالومات لرم،ډېری یې له پاکستان څخه تللي دي،خو دقیق مالومات نه لرم.»
د پاکستان سفیر افغانستان کې د راتلونکې حکومت رسمیت پیژندلو په اړه وویل،دوی په تمه دي،چې افغانستان کې څه ډول حکومت رامنځته کیږي.
منصور احمد خان وایي، نړۍ د طالبانو له خوا د رامنځته کېدونکي حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره شرطونه وړاندې کړي او دوی هم د یادې ټولنې د غړي په حیث د یوه داسې ټول شموله حکومت ملاتړ کوي،چې بشري حقونه او نړیوال قوانین پکې خوندي وي.
پرته له یو ولایت نه په ټول افغانستان د طالبانو له حاکمیت پوره دوه اونۍ تیریږي،خو دلته لا هم بشپړه سیاسي خلا حاکمه ده او د ا.ا.ا د نوي حکومت پر رامنځته کولو نه دی بریالی شوی