طالبان وایي، د شمال ټلوالې یو برید یې په شاه تمبولې، خو شمال ټلوالې بیا ویلي، چې د طالبانو برید یې شنډ کړی دی.
داسې ویل کېږي، چې د طالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ د روغې جوړې خبرو پایله نه ده ورکړې او اوس طالبان سیمې ته تازه دمې ځواکونه رسوي.
طالبان پراخ برید ته چمتوالی نیسي او پنجشېر کې یې ټول مخابراتي سیستم په ټپه درولی دی.
پنجشېر په افغانستان کې وروستۍ سیمه ده، چې طالبانو یې د نیولو هڅه نه ده کړې او اوس ورته په سرخوږي بدل شو.