د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د راتلونکي حکومت په اړه خپلې مشورې مشرتابه سره شریکوي،چې پر اساس به یې نوی حکومت ژر اعلان شي.
مجاهد وايي:«زموږ مشران موظف شوي ول،چې له بېلابېلو اړخونو سره مشورې او نظرونه شریک کړي. انشاء الله دا مشورې نهايي شوي او بیا زعیم ته ورټولېږي. هغوی به بیا په دې اړه پرېکړه کوي،چې حکومت او کابینه اعلان شي. انشاء الله بیا به هر څه بېرته عادي راوګرځي.»
سره له دې،چې ټېنګار کېږي، طالبان دې د تېر حکومت له جګپوړو مسوولینو هم ګټه واخلي خو مجاهد بیا وايي، راتلونکی حکومت به د نویو څېرو له خوا اداره کېږي او هغه څېرې،چې تېر ځل ناکامې شوي دي، له دوی سره ځای نه لري.
هغه زیاته کړه:« راتلوونکې حکومت کې باید داسې څېرې راشي،چې کار وکړي او خلک هم باور پرې ولري. پر تېر حکومت له بېلابېلو اړخونو اعتراضونه موجود ول. موږ نه غواړو،چې راتلوونکی حکومت هم په داسې بڼه منځته راشي، چې هغه دې له اعتراضونو سره مل وي. داسې هڅې روانې دي،چې یو ښه حکومت رامنځته شي او هېواد ته ښه کار وکړی شي.»
سیاسي تشې د راتلونکي لپاره اندېښې راپورته کړي دي او د ټولو انتظار د حکومت مشرتابه اعلان ته ده.
د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې د امریکا پاتې کېدو او دغه راز د طالبانو او سیاسیونو ترمنځ بې باوري ټول هغه څه دي،چې د حکومت چارې یې له ځنډ سره مخ کړي دي او طالبان د حکومت په اعلانېدو کې بریالي شوي نه دي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحی قانت وايي:« یو لامل دا دی،چې محمد اشرف غني، مخکې له وخته له افغانستانه ولاړ. امریکایان افغاستان کې شتون لري، د دوی د وتلو نېټه د روانې اګست میاشتې ۳۱ مه ده. تر هغې،چې له افغانستانه امریکایان نه وي وتلي،د نوي حکومت جوړېدل ممکن نه دي. زه فکر کوم، کله چې دوی ووځي، د بلې میاشت په لومړۍ اوونۍ کې به حکومت اعلان شي.دویمه مهمه موضوع دا ده،چې له امله یې تر اوسه پورې حکومت نه دی اعلان شوی، دا دې سیاسيونو او طالبانو ترمنځ د باور نه شتون دی. »
نړیوال هم طالبانو ته انتظار دي،چې څه ډول حکومت جوړوي. هغه نړۍ چې تېرو شلو کلونو کې یې د داسې حکومتونو ملاتړ کړی،چې افغانستان یې د نړۍ پر کچه د مفسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای کړی و، خو طالبانو سره به په سختۍ چلند کوي.
طالبانو د ټول شموله حکومت خبر ورکړی دی، خو تراوسه پورې واضح نه ده،چې له ټول شموله یې موخه څه ده؟
اوس باید افغانان او نړیواله ټولنه انتظار اوسي،چې طالبان د څه ډول حکومت نسخه وړاندې کوي.