Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیل زاد: خپلو ژمنو ته لاهم ژمن یو،خو که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي

admin by admin
2021/08/31

د افغان سولې له پاره د امريکا  متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت  ځانګړی استازی زلمی خليل زاد وايي،که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، امريکا او متحدين يې هم چمتو دي، چې خپلې ژمنې عملي کړي. 

 په ورته وخت کې خلیل زاد وايي،  د طالبانو خبرو نه بلکې عمل ته ګوري او د نړۍ اړیکې د شویو ژمنو پر اساس دي.

خلیلزاد د طالبانو د سیاسي رهبري غړي عباس ستانکزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې  وايي، دا غوره خبره ده،چې د اګسټ له ۳۱ مې وروسته طالبان پر خپله د کابل هوايي ډګر د امنیت مسوولیت اخلي.

د خليلزاد په خبره، دوی د طالبانو د مثبتو خبرو هرکلی کوي او امریکا او نړیوال ملاتړي پرر خپلو ژمنو ولاړ دي. 

اخوا د سياسي شنونکي  بیا ټینګار کوي،چې طالبان دې له نړيوالې ټولنې سره د دیپلوماتیکو اړیکو جوړولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  ډاکټر زرعلي معروف وايي:«  په اوسني وخت کې د واکمنو لپاره  تر ټولو مهمه له  نړۍ سره د ډيپلوماتېکو اړېکو جوړول دي. موږ له نړۍ سره د اړېکو جوړولو سره کولای شو،چې پراخه مالي مراستې راجذب کړو او په افغانستان کې دغه اوسنی پر ټپه ولاړ حالت،چې په اقتصادي لحاظ باندې افغانان او په ځانګړي ډول نظام له ډېر ګواښونو سره مخ دی. موږ باید دې ته حرکت ورکړو. » 

د دوی په خبره که طالبان یوازې د تیرو شلو کلونو د لاسته راوړونو په ساتلو او د هغو ژمنو پر عمل د نړیوالې ټولنې باور او ملګرتیا ترلاسه کولای شي،چې سیمه ییزو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې ا ستازو سره یې  کړي دي.

د  سياسي چارو شنونکی ډاکټر زرعلي معروف وايي:« د افغانانو لپاره هغه وخت هېله ورکولای شو،کله چې امریکا، نړیوال او موجوده نظام پر خپلو ژمنو باندې ودرېږي او په ټوله کې د افغان ملت ارزښتونه، لومړیتوبونه او د هغوی ګټې په نظر کې ونېسي.» 

د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کميسيون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، له نړيوالو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

مجاهد زیاتوي:«دغه هېوادونه،چې سفیران یې دلته دي او یا نور هېوادونه،چې غواړي، دلته راشي او  سفارتونه خلاص کړي، د ټولو لپاره زموږ پیغام دا دی،چې درناوی ورته کوو.  موږ له هغوی سره ښیې اړېکې غواړو. موږ د افغانستان خلک دې ته اړتیا لرو،چې له ملتونو او هېوادونو سره ښیې اړېکې ولرو. دا زموږ د هېواد د راتلوونکې  پر ګټه  او هم د نورو هېوادونو پر ګټه ده.» 

زلمی خلیلزاد وروسته له هغې  دا څرګندونې کړي،چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د سیاسي رهبرۍ غړي شېرعباس ستانکزي ډاډ وښود، چې نړۍ سره ښيې اړیکې لري او په افغانستان کې راتلونکی حکومت به ټول شموله وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist