Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالباقي حقاني: د لوړو زده کړو برخه کې به روان سیستم ته دوام ورکړو

admin by admin
2021/08/30

د کابل کې د  لوېې جرګې په خیمه کې د یکشبنې په ورځ  د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر  ۷ مه»  د لوړو زده کړو وزارت  مسوولینو او د پوهنتونونو استادانو ناسته وشوه. 

په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت لپاره د اسلامي امارت چارسمبالي عبدالباقي حقاني د وینا پر مهال وویل، د لوړو زده کړو برخه کې به روان سیستم ته دوام ورکړي او شته ستونزې به یې هم حل کړي.

حقاني وايي، د لوړو زده کړو د تعلیمي نصاب پیاوړتیا لپاره به په کور دننه او بهر هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

وزارت وایي، ډیر ژر به پوهنتونونه پیل شي، خو د نجونو او هلکانو ټولګي به جلا وي.

وزارت مني چې د استادانو او کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي دي، خو ډاډ ورکوي چې ټولو استادانو او د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته به معاشونه ورکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وایي، نړۍ افغان علمي کادرونو ته اندېښنې پیدا کړي  او هېواد پرېښودو ته یې هڅوي.

دوی  ډاډ ورکړ چې نظام او خاوره ورته اړتیا لري او ټولو ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

حقاني زیاته کړه:« نن  که په علمي کادرونو کې کوم تشویش راپيدا شوی، دا تشویش طبیعي نه بلکې مصنوعي دی. نړیوال غواړي،افغانستان وران پاتې شي. د نړۍ ډېری هېوادونه نه غواړي،چې افغانستان له جنګ وروسته جوړ شي، په همدې خاطر یې علمي کادرونو ته تشویش وراچولی،چې افغانستانه ووځئ. په همدې موخه موږ نن دا ناسته جوړه  کړه او له دې وړاندې مو هم بېلابېلې ناستې له علمي کادرونو سره کړي،چې دا ستاسې کور دی، تر اوسه پورې مو خدمت کړی، د مسلمانانو اولادونه مو تربیه کړي. په دې خپل کې کور به ډاډه ژوند کوئ او خپل خدمت ته به دوام ورکوئ. »

وزیر وایي، ډېر ژر به پوهنتونونه پیل شي، چې د نجونو او هلکانو ټولګي به جلا وي، خو وایي، خوندي چاپیریال به د تولو لپاره برابر کړي.

دوی وایي، د تعلیمي نصاب پیاوړتیا لپاره به له نړۍ هم مرسته وغواړي او داسې نصاب به برابر کړي چې د وخت اړتیا او له نړۍ سره سیالي وکړي.

حقاني وايي:« د لېرې پرتو سیمو او وروسته پاتې ولایتونو پوهنتونو ته به ځانګړې توجه او معیاري کول به یې زموږ لومړیتوب وي.»

دې غونډې ته د لوړو زده کړو مخکینی وزیر عباس بصیر هم راغلی و او خوښي یې وښوده،چې طالبان روان سیستم ته دوام ورکوي او هر څه له صفر نه پیل کوي.

دلته د خصوصي پوهنتونونو ټولنې وړاندیز وکړ،چې اسلامي امارت دې د دوی په تړاو قوانین له دوی سره په همغږي جوړ کړي او په هره برخه کې دې ورسره مشورې وکړي.

خصوصي پوهنتونونه شکایت کوي چې د دوی پر وړاندې مخکیني قوانین بې ګټې او یو اړخیز و چې پرې تحمیل شوي وو.

د خصوصي پوهنتونو ټولنې مشر ډاکتر طارق کمال وايي:«  د قوانینو جوړولو او پلې کولو له خصوصي سکتور سره مشوره  نه ده شوې. له دې نه به لویه جفا څه شی وي. اته کاله کېږي،چې خصوصي سکتور کې انکشاف او توسعه بنده ده.» 

اسلامي امارت خصوصي پوهنتونو او استادانو ته ډاډ ورکړ چې هر ډول حقوق به یې خوندي وي او په ګډه به د تحصیلی نظام د پرمختګ لپاره کار کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist