ماکرون ویلي، موخه یې دا ده، چې په دغه سیمه کې به هغه خلک ساتل کېږي، چې غواړي له افغانستانه وتښتي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د ماکرون دغه وړاندیز رد کړی.
سهیل شاهین ویلي، ایا امکان لري، چې دغسې یوه سیمه په فرانسه او برتانیا کې جوړه شي؟
هغه ویلي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا اړینه نه ده، چې تیرې ناکامه تجربې دې بیا تکرار شي او زیاته کړې یې ده، چې د حکومت له اعلان وروسته هر افغان کولی شي سفر وکړي.
ټاکل شوې، چې نن به فرانسه او بریټانیا په کابل کې د ګرین زون یا امنیتي ساحې جوړولو په موخه د وړاندیز متن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.