د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان ویلي، د سپټمبر له پیل سره په افغانستان کې خپل سفارت نه لري.
برتانیا هم ويلي، په کابل کې سفارت تړي او چارې به یې له قطر هېواد څخه پر مخ بیايي.
کابل کې د برتانیا سفیر دوحې ته ځي، چې هلته د طالبانو سیاسي دفتر هم شته.
خو امریکا او بریتانیا لا دا نه ده روښانه کړې، چې دغه پرېکړه یې دایمي ده او که د لنډ مهال لپاره.
تمه دا ده، چې د اسلامي امارت لخوا د حکومت تر اعلان وروسته به د نړۍ هېوادونه دغه حکومت په رسمیت وپېژني او خپلې مرستې به ورسره اعلان کړي.