د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون وايې، هڅه کوي چې له افغانستان سره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم اړیکې وساتي.
ماکرون زیاته کړه: «زه تاسې ته ویلی شم چې له طالبانو سره د بشري مرستو په برخه کې د مرستې او همکارۍ په تړاو زموږ خبرې دوام لري. موږ د هغوی وړتیا ته ګورو چې د افغان ښځو او نارینه و حقونه خوندي کولای شي او که نه؟ د هغو کسانو ساتنه کولای شي، که نه چې په ګواښ کې دي.»
ماکرون د عراق پلازمېنه بغداد په یوه غونډه کې ویلي، د افغانستان د مسلې په تړاو له قطر سره هم خبرې کوي.
اخوا په افغانستان کې د بریټانیا سفیر سرلوري بریسټو وايي، افغان ولس یې هېر نه دی.
بریسټو زیاته کړه: «موږ هېڅ کله افغان ولس نه دی هېر کړی. موږ پوهېږو چې هغوی مرستې ته اړتیا لري. موږ به هغو ټولو همکاریو ته دوام ورکړو، چې زموږ په وس کې دي. موږ افغانان او د هغوی مېړانه نه هېرو. هغوی د دې حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.»
لویدیځ هېوادونه په دې اند دي که د طالبانو راتلونکی حکومت له هغوی سره اړیکې ساتل غواړي، نو هغوی به هم ورسره خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وروسته په افغانستان کې د امریکا او د دې هېواد د ملګرو هېوادونو شل کلن پوځي ماموریت پاېته رسېږي، د نړۍ ګڼ هېوادونه لېواله دي، چې له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.