طالب چارواکو ویلي، ښایي تر راتلونکې اونۍ د دولت بشپړ ترکیب اعلان شي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، د ۳۴ ولایتونو لپاره یې امنیه قوماندانان معرفي کړي دي.
په کور دننه او بهر له طالبانو غوښتنه ده، چې یو ټول شموله حکومت اعلان کړي، چې د ټولو قومونو ګټې او حقوق په کې خوندي شي.
طالبان له تېرو شاوخوا ۱۴ ورځو راهیسې د ځینو افغان پخوانیو سیاسیونو سره خبرې کوي، چې څنګه کېدای شي یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.