Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې  د خوراکي او غیر خوراکي توکو  بیې لوړې شوي 

admin by admin
2021/08/29

د پکتیا ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د مرکز ګردیز پرتله د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوي  او ډېری خلک د توکو د پیرلو توان نه لري.

هټیوال یې لامل د لویو سوداګردیزو لارو تړل بولي،خو عام خلک وایي،بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره نرخنامې نه شته او هر څه په کې پر لوړه بیه پلورل کیږي .

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی وايي:« هټیوالو هغه توکي،چې وړاندې یې په کومه بیه  راوړي،  اوس په هغه بیه نه پلوري. دوی توکو ته نوې بیې ټاکلی  دي. دوی باید له دې کاره لاس واخلي.» 

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی وايي:« موږ نه پوهېږو،چې له ګمرکونو یې توکي نه دې راوړي او یا دا ډالرو سره تړاو لري،چې د یوې بورۍ اوړو بیه کې ۲۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی. غوړیو کې هم لوړوالی راغلی دی.»

هټیوال د توکو د بیو لوړېدل تر ډېره د لویو سوداګریزو لارو بندیدل بولي،خو له روزګاره راضي نه دي.

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ یو هټیوال وايي:« ترټولو لویه ستونزه دا ده، چې بانکي سیسټم تړل وشی دی.  د پیسو لېږد او رالېږد بند شوی دی. له همدې امله له خلکو سره  پیسې نه شته دی. » 

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ یو هټیوال وايي:« کاروبارو پر ټپه ولاړ دی. هټۍ ته سهار راځي او ماښام ترې ځو، سودا نه خرڅېږي.»

د طالبانو له لوري د څمکنیو ښاروالۍ مسول فضل الرحمن جلالي وایي، د بیو د کنټرول هڅې یې پیل کړي او هټیوالو ته اجازه نه ورکوي، چې توکې پر لوړه بیه وپلوري .

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ ښاروالۍ مسول فضل الرحمن جلالي وايي:«  موږ خپلې هڅې کوو. په دې اړه مو د بازار له ټولنو سره خبرې کړي دي. موږ به په دې اړه عملي ګامونه هم پورته کړو.» 

د هېواد په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو د بیو لوړېدو یو لامل د لویو سوداګریزو لارو بندیدل بلل کېږي او په ټولییز ډول غوښتنه دا ده،چې طالبان دې له ګاونډیو هېوادونو سره ټولې سوداګریزې لارې پرانیزي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist