د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، افغان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر خلاف کارولو ته پرېنږدي او له نورو هم غواړ، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بنده کړي.
طالبان وایي، کله یې چې نوی نظام او حکومت اعلان شي، ټول موسسات به پرانیستل شي، افغان ښځینه قشر کولی شي کار او فعالیت وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، ښځې کولی شي په سیاست کې هم برخه واخلي، چې په وینا یې دا دوی منل شوی حق دی.
عباس ستانکزي ویلي، د امریکایانو له وتلو وروسته هېوادوال هر وخت کولای شي، بهر ته په باعزته توګه سفر وکړي.
ستانکزي زیاته کړې، هغه کسان به سفر کولی شي، چې مناسب او قانوني اسناد په لاس کې ولري.