بنګلدیشي چارواکي وايي، په یوه مساپر وړونکې کښتۍ کې سل تنه سپاره وو، چې له یوې بلې کښتۍ سره یې ټکر وکړ.
پیښه کې د ۲۱ تنو د مړه کېدو سربېره لسګونه نور اوس هم نادرکه دي.
د بنګلدیش په ختیځ کې د ژغورنې ډلې وايي، د لادرکه کسانو د موندلو پسې یې لټه پیل کړې ده.
عیني شاهدانو ویلي، تیره اونۍ په ډاکا کې هم په ورته پیښه کې، چې د بار وړونکو کښتیو ترمنځ ټکر شوی وو ډېرو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي وو.
ویل کیږي، دغه سیمه چې تازه پکې دا پیښه شوې، د پلازمینې ډاکا سره په ۸۲ کیلومترۍ کې پرته ده.