د بریټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي، دوی تیار دي، چې همکاري ورسره وکړي.

برېتانیا وایي، له طالبانو سره د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې همکاري کوي.

د کارټر په خبره، بریتانیا د داعش ډلې د خطرونو او د دغې ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته چمتو ده، خو په دې شرط، چې دوی د یوه رښتینې حکومت په څېر چلند ولري.

کارټر دغه راز وایي، چې د طالبانو په اړه د دوی کړنو ته په کتو پرېکړه کوي.