Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات اوسېدونکي: بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې خورا لوړې شوي

admin by admin
2021/08/28

په هرات کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې پنځلس ورځې تېرېږي،خو ښار کې تر اوسه پورې  د چارو عادي کېدو او بیو کنټرول لپاره کوم ګام نه دی اخېستل شوی.

ځايي خلک وايي، له یوې خوا د بېکارۍ کچه لوړه شوي، فقر زیات شوی  او له بل لوري د د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوي دي. 

هرات ښار کې یو تن هټیوال وايي:« د توکو بیې خورا لوړې شوي دي. د بیلګې په ډول وړاندې د یوې بورۍ اوړو بیه په ۱۵۸۰ افغانۍ وه،خو اوس په ۱۹۲۰ افغانۍ شوې. د غوړیو او ورېجو بیې هم همدا شان لوړې شوي دي. د ټولو توکو بیې  لوړې شوي دي.» 

دغه راز د نوي حکومت په راتګ سره بانکونه تړل شوي  او ګڼو کسبګرو چارې لا نه دي پيل کړي.

خلک نیوکه کوي،چې له یوې خوا فقر او بې روزګاري زیاته شوې او له بل لوري بیې د پام وړ لوړې شوي دي. 

د هرات ښار یو تن  اوسېدونکی وایي:«  د ټولو توکو بیې لوړې شوي دي او څوک یې د پېرلو وس نه لري. » 

غوښتنه دا ده،چې طالبان باید له نورو هېوادونو سره خپلي اړیکي پراخې او راکړه ورکړه عادي کړي.

اخوا د هرات سوداګرۍ خونې مرستیال سعید صدیقي بیا  د بیو لوړېدو لامل له نورو هېوادونو څخه د توکو رالېږد کموالی بولي.

صدیقي زیاته کړه:« زه په ډاډ سره ویلی شم،چې واردات مو د تېر  پرتله ډېر کم شوي دي.» 

هرات کې د هرې بورۍ اوړو، غوړیو او وریجو په بیو کې درې تر څلور سوه افغانیو پورې لوړ والی راغلی  دی. 

ځايي چارواکي وايې هڅه کوي،چې واردات ډېر او بيې عادي حالت ته را وګرځوي.

دغه راز هلته د خوراکي توکو ترڅنګ د سون توکو بيې هم د تېر په پرتله د پام وړ لوړي شوي دي. 

خلک د وضعیت د کنټرول او نورو چارو عادي کېدو په اړه د طالبانو له لوري د اقداماتو غوښتنه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist