طالبانو د کابل ښاریانو ته تر یوې اونۍ وخت ورکړی، چې چور کړی بیت المال بیرته وسپاري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، په کابل ښار کې ټولو هغو کسانو ته، چې له ځانه سره يې دولتي اجناس، وسائل، وسائط، وسلې او مهمات ساتلي وي، خبر ورکول کیږي، چې د يوې اونۍ په اوږدو کې ياد اجناس پخپله خوښه د اسلامي امارت اړوند ارګانونوته وسپاري.
ذبیح الله مجاهد لیکلي، خلک دې طالبان نه مجبوروي، چې کورونو ته ورشي تلاشي وکړي او چور کړي مالونه او وسلې ترې راوباسي.
نوموړي ویلي، د کشف په صورت کې متخلفین تعقیب او له قانوني چلند سره مخ کېدای شي.